خبریال وېبپاڼه / پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې شل اوریز نړیوال جام ته د پاکستانۍ لوبډلې د اعلان څخه نه يوازې د بالينګ او مشر روزونکی ناخوښه ول، بلکې کپتان بابر اعظم هم خوابدی دی.
ويل کيږي چې همدا لامل وو، چې مشر روزونکي مصباح الحق او د بالينګ روزونکي وقار يونس په داسې وخت کې له دندو استعفا وکړه چې نړيوال جام سياليو ته نږدې څلويښت ورځې پاتې دي.
بله خوا د پاکستان مشهور تلويزيون جيو نيوز خبر ورکړی چې د پاکستان کرکټ بورډ غواړي په ټيسټ لوبو کې د بابر اعظم پر ځای محمد رضوان کپتان کړي.
تر دې مهاله د دې پريکړې اصلي دليل نه دی روښانه شوی خو باور دا دی چې د پاکستان کرکټ بورډ ښايي وغواړي پر بابر اعظم د فشار د کمولو لپاره په اوږد فارمټ لوبو کې له نوموړي د کپتانۍ دروند مسؤلیت واخلي.
د پاکستان کرکټ کې داسې مهال چې نړيوال جام ته له يوې مياشتې لږ ډيره موده پاتې ده، دومره تحولاتو د پاکستاني کرکټ مينه والو اندیښنې را پارولي او فکر کوي چې دا به يې د لوبډلې په کارکردګۍ منفي تاثير وکړي.
پاکستان د نړيوال جام د غوره دولسو لوبډلو په دوهم ګروپ کې ځای لري او خپله لومړۍ لوبه کې به د خپل سرسخت رقيب هند په وړاندې د اکتوبر پر ۲۴ نيټه د سيالۍ ډګر ته ووځي.