د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د راتلونکو لوبو د لغوه کیدو امکان

خبریال وېبپاڼه / د استراليا کرکټ بورډ نن سهار يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي چې دوی به يوازينۍ ټيسټ لوبه کې د افغانستان کوربه توب ونه شي کړای.

اعلاميه کې راغلي چې د استراليا کرکټ بورډ ته د ښځو کرکټ خورا مهم دی او که په رسنیو کې وروستي خپاره شوي خبرونه چې افغانستان کې به ښځينه کرکټ نه کيږي، رښتيا وي نو دوی له ياد هيواد سره د لوبې له لغوه کولو پرته بله لار نه لري.

اعلاميه کې زياتوي “مونږ باور لرو چې کرکټ د ټولو لپاره دي نو که افغانستان کې د ښځو کرکټ نه کيږي، مونږ په ټيسټ لوبه کې د افغان لوبډلې کوربتوب ونه شو کړای”.

په ښځينه کرکټ د نوي حکومت د بنديزونو سره په کور دننه او بهر دا انديښنې ډېرې شوې چې ممکن د کرکټ نړيواله شورا له افغانستان څخه د بشپړ غړيتوب دريځ هم واخلي.

د افغان کرکټ بورډ سرپرست مشر اوس مهال خپله ټوله پاملرنه په کور دننه مسايلو او د لوبغاړو سره په تاويلی ما ويلی ته اړولې او فکر نه کيږي چې په نړيواله کچه د افغان لوبډلې د لوبو او دريځ ساتلو غم دې ورسره اوسي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com