خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د راشد خان ارمان په لوبډلمشرۍ سره خپله ۲۰ کسیزه لوبډله نړیوال شل اوریزه جام لپاره اعلان کړه.
۲۰ کسیزه لوبډله:
راشد خان، اصغر افغان، لوبډلمشر محمدنبی، مجیب الرحمن، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدران، هشمت الله شهیدي، کریم جنت، شراف الدین اشرف، نوین الحق، محمد شهزاد، شاپور ځدران، دولت ځدران، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، حمید حسن، قیس احمد، ګلبدین نایب، فرید ملک او افسرځاځی.
ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي، دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.
نړیوال جام کې د افغانستان د ټولو لوبو نېټې، وختونه او ځایونه.
۱- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله لومړۍ لوبه د لومړي پړاو څخه د لاره پیداکونکې لوبډلې سره ترسره کوي.
افغانستان به دا لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه مازدیګر ۶:۳۰ بجې په شارجه کرکټ لوبغالې ترسره کړي.
۲- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله دویمه لوبه د سرسخت سیال پاکستان پر وړاندې ترسره کوي.
افغانستان به دا لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په کوربتوب ترسره کړي.
۳- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله درېیمه لوبه د لومړي پړاو څخه د دویم لاره پیداکونکې هیواد سره ترسره کړي.
دا لوبه به د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه ماپښین ۲:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې ترسره شي.
۴- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله څلورمه لوبه د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه به د نوومبر میاشتې په ۳یمه نېټه، مازدیګر ۶:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې ترسره شي.
۵- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغانستان خپله پنځمه لوبه د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه به د نوومبر میاشتې په ۷مه نېټه، ماپښین ۲:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې ترسره شي.