خبریال وېبپاڼه / ټېم پیني: افغانستان ته باید نړیوال جام کې ځای ورنکړل شي.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې نوی حکومت منځ ته راغی او ورسره پدغه هیواد کې د ښځو په کرکټ بندیز احتمال زیات شو،د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې مشر ټېم پیني هم خپله خاموشي ماته کړه او ویي ویل،که چیرې افغانستان کې د ښځو په کرکټ بندیز ولګیږي،دوی شاید د افغانستان سره په نومبر میاشت کې پلان شوي ټیسټ لوبه هم لغوه کړي.
نوموړي همداشان په کرکټ نړیوالې شورا غږ وکړ،چې پداسې حالتو کې باید دوی خاموشه نشي او د افغانستان کرکټ په اړه ګام پورته کړي.
نوموړی زیاتوي،پداسې حال کې چې د افغانستان د ښځو کرکټ د بندیز په اړه اسټرالیا کرکټ،اسټرالیا لوبغاړو ټولنه ټول خبر دي،خو ای سي سي خپله چوپتیا غوره کوي.
نوموړي د کرکټ نړیوالې شورا هغه مادې ته هم اشاره وکړه چې یوې لوبډلې ته ټیسټ امتیاز پرې ورکول کیږي.
دده په وینا،یوه ټیسټ لوبډله چې بشپړ عضویت ولري،هغه باید د ښځو لوبډله ولري او دا چې اوس افغانستان کې د ښځو په کرکټ بندیز لګیږي،پداسې افغانستان بیا دوی د ټیسټ لوبډلې په توګه نه پيژني او نه هم نړیوال جام کې د لوبیدو حق لري.
“ای سي سي کې قانون او ماده شته،کومه لوبډله چې ټیسټ غړیتوب لري،د ښځو لوبډله هم لري،اوس چې د ښځو په کرکټ بندیز لګیږي،باید د ای سي سي قوانین هم پرې پلي شي.”
“مونږ د افغانستان کرکټ په اړه د اسټرالیا کرکټ بورډ،اسټرالیا حکومت او اسټرالیا د لوبغاړو له ټولنې څخه اوریدلي،خو ای سي سي پرې خاموشه ده.دا چې نړیوال جام ته له یوې میاشتې کم وخت پاتي دی،وبه ګورو چې ای سي سي په نړیوال جام کې افغانستان لوبډله پریږدي او که بهر کوي یې؟”
د ټېم پیني په وینا،دا به یوه عجیبه کار وي چې د افغانستان لوبډلې ته د اسټرالیا حدودو ته د داخلیدو اجازه ورنکړل شي او بیا اسټرالیا داسې سیالۍ وکړي چې ای سي سي لخوا له بندیز سره مخ وي او اجازه ونلري.