شل اوریزه نړیوالو جامونو کې زیاتې نیمه سلیزی وهونکي لوبغاړي.

خبریال وېبپاڼه / دا چې شل اوریزه نړیوال جام رانژدې کېدونکې دئ، نو تر ډېره پوري زیاتو لوبډلود یادو لوبو لپاره خپلې لوبډلې هم اعلان کړي دي، چې په راتلونکې نړیوال شل اوریزه جام کې خپل پیاوړي لوبغاړي ولوبوي.

په همدې اساس په یاده لیکنه کې پنځه هغه لوبغاړي درپېژنو، چې په نړیوالو شل اوریزه جامونو کې یې زیاتې پنځوسیزي وهلي او په دې نړیوال جام کې هم زیاتره لوبغاړی یې له لوبډلو سره لوبیږي.

ویرات کوهلي، کریس ګېل، مهالاجواردنی، روهیت شرما او دیلشن هغه لوبغاړي دي، چې په یاد لیست کې یې ځای خپل کړی، کوهلي، ګېل او شرما اوس هم له خپلو لوبډلو سره لوبیږي، دیلشن او جواردنی له خپلو لوبډلو سره له ډېره وخته مخه ښه کړې ده.

ویرات کوهلي د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی، ده په نړیوالو شل اوریزه جامونو کې ۹ پنځوسیزي وهلي دي، کریس ګېل د ویسټ انډیز هیواد لوبغاړی، ده ۷ پنځوسیزي وهلي دي، دیلشن د سریلانکا هیواد پخوانی لوبغاړی، ده ۶ پنځوسیزي وهلي دي، روهت شرما دوهم هندی لوبغاړی، ده ۶ پنځوسیزي وهلي دي او ډیلشن دوهم سریلانکایې لوبغاړی، ده په نړیوالو شل اوریزه جامونو کې ۶ پنځو سیزي وهلي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com