خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې درې پیاوړي لوبغاړي ډیویډ مېلن،جوني بېرسټو او کریس ووکس د اماراتو په کوربتوب د ای پي ایل پاتی لیګ سیالیو څخه بهر شول.
د بریتانیا د ګارډیان ورځپاڼې د خبر له مخې چې یاد درې لوبغاړي د انګلستان د مصروفو سیالیو له کبله د ای پي ایل پاتي لیګ څخه بهر شوي دي.
له بلې خوا د انګلستان او هندوستان ترمنځ پنځمه ټیسټ لوبه هم د کرونا ویروس له ویرې پخپل وخت ترسره نشوه او وځنډول شوه چې پدې سره به ځینې لوبغاړي ای پي ایل لوبډلو ته پخپل وخت ونه رسیږي.
د یادې پاڼې د خبر له مخې ځینې انګلستان لوبغاړي سر له اوسه ای پي ایل سیالیو ته روان شوي هم دي.
جوني بېرسټو په ای پي ایل سیالیو کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبیده او د یادې لوبډلې مهم لوبغاړی وو او د نوموړي په نشتون کې تراوسه ځای ناستی لوبغاړی ندی اعلان شوی.
کریس ووکس بیا د ډهلی کپټلز لوبډلې سره وه او د یاد لیګ لومړۍ نیمایي کې یې درې لوبې ترسره کړي وې.
ډیویډ مېلن د پنجاب کینکز لوبډلې سره و،او د هغه د په ځای سویلي افریقایی ایډن مرکرم اعلان شوی دی.
ټاکل شوي چې ای پي ایل ځنډول شوي پاتي لیګ سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه په اماراتو هیواد کې ترسره شي،چې لا وړاندې لوبډلې هلته رسیدلی او د تمریناتو لړۍ یې هم پیل کړي.