د افغانستان نولس کلني او بنګله دېش ۱۹ کلني ملي لوبډلې ترمنځ د دوهمه لوبه نن ترسره شوه

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د ۱۹ کلني او بنګله دېش نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځنیو لوبو په لړ کې دویمه لوبه نن ترسره شوه.

په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه افغانستان ۱۹ کلني لوبډلې وکړه، دې لوبډلې په ۴۲.۳ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۲ منډي هدف وټاکئ، افغانستان ته تر ټولو ډیري منډي سباون بانوري ۲۵ وکړې او بنګله دېش ته زیاتې ویکټي رحمن ۴ لوبغاړي وسوځول.

کله چې بنګله دېش ۱۹ کلنه لوبډله د توپ وهني لپاره میدان ته کښته شوه، دې لوبډلې په ډیري سختۍ سره دافغان لوبډلې د ۱۰۲ منډو هدف ته ځان ورسوئ، بنګله دېش په ۲۳.۱ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلي هدف پوره کړ او د ۳ ویکټو په توپیر یې افغانستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان ته اظهرالحق نوید ۴ لوبغاړي سوځول او بنګله دېش ته ایچ مولا ۱۶ منډي وکړې.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان ۱۹ کلني او بنګله دېش ۱۹ کلني ملي لوبډلې ترمنځ درییمه یو ورځنۍ لوبه د سپټمبر میاشتې په ۱۴ مه نېټه ترسره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com