خبریال وېبپاڼه / تېره شپه د سږکال کرابين ليګ دوه نيمه پايلوبې وشوې چې لومړۍ کې یې سنت لوشيا لوبډلې د تېر کال اتلې ټرين باګو لوبډلې ته او دوهمه نيمه پايلوبه کې د کيټس اينډ نيويس لوبډلې ګيانا امازون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په لومړۍ نيمه پايلوبه کې سنت لوشيا لوبډلې د ډييل، روسټن چيس، ډيويډ ويسا او ټايم ډيويډ د ښکلې لوبې پر مټ ۲۰۵ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې ټرين باګو لوبډله په ۱۸۴ منډو وسوځیده.
د ټين باګو هيڅ يو لوبغاړي له ۳۰ منډو ډيرې ونه کړې او د لوشيا لوبډلې آلراونډر لوبغاړي ډيويډ ويسا يو ځل بيا پنځه ويکټې واخيستې. دا په سږکال کرابين ليګ کې دويم ځل وو چې نوموړی په يوه لوبه کې پنځه ويکټې اخلي.
دويمه نيمه پايلوبه کې ګيانا لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې چې کيټس اينډ نيويس لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف په ۱۷.۵ اورونو کې پوره کړ.
د کيټس لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې ۷۷ منډې چپ لاسي ايون لويس وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. لويس تر دې مهاله د سږکال کرابين ليګ تر ټولو ډيرې منډې جوړونکی لوبغاړی دی.
ټاکل شوې ده د سنت لوشیا او کيټس اينډ نيويس لوبډلو ترمنځ نن ماښام د افغانستان پر وخت شپږ بجې او ديرش دقيقې پايلوبه شروع شي چې له خلاصیدو سره به یې د آی پي ايل ګډون وال لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته وخوځيږي.