خبریال وېبپاڼه / تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په یاده اداره کې د یو لړ مهمو بدلونونو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
د دغه خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس عزیزالله فضلي د کرکټ نوی ډایرکټر، د لوبغاړو د ټاکنې لپاره نوې کمېټه او د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی اعلان کړل.
د دغو بدلونونو له مخې د لوبغاړو د ټاکونکې کمېټې پخوانی مشر اسد الله خان د کرکټ ډایرکټر، میرویس اشرف، رشید ځدراڼ، عبدالله مزاری، نور الحق ملکزی او میرمبارز د لوبغاړو د ټاکونکې کمېټې غړي او نوروز منګل د ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه معرفي شول.
اسدالله خان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی تېر شوی دی، د دې ترڅنګ یې خورا ډېره موده له ملي لوبډلې سره د ویډیو انالسټ په توګه کار کړی، د بېلابېلو لوبډلو د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی او یو څه موده یې د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست اجراییوي ريیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د دې ترڅنګ یې څو میاشتې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د نوې ایجاد شوې د لوبغاړو د ټاکونکې څانګې مشري هم کړې ده چې بیا د نا معلومو دلایلو له امله له دندې لېرې شوی وو.
دا ځل د افغانستان کرکټ بورډ د نوې رهبرۍ په حکم د کرکټ د ډایرکټر په توګه معرفي شو. د کرکټ ډایرکټرېټ ډېر مهم او په اداره کې دریم ستر او لوړ موقف دی.
اسدالله خان د کرکټ د تجربې له اړخه یاد موقف ته برابر دی، د کرکټ پراخه تجربه لري، په پورته یادو شویو سترو موقفونو کې یې دندې ترسره کړې دي او له اداري اړخه هم ښه دی نو کولای شي چې له خپلې تخنیکي او مدیریتي تجربې څخه په ګټې اخیستنې سره د کرکټ لپاره ښه کار وکړي، یوازینی کار چې باید وکړي هغه دا دی چې له برحاله او پخوانیو لوبغاړو سره له خپلو ضدونو او عقدو تېر شي او د افغانستان کرکټ ته په خورا رښتینولۍ او صداقت کار وکړي.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د غړو په توګه د ملي لوبډلې د څلورو پخوانیو لوبغاړو ګمارنه هم نېک اقدام دی.
میرویس اشرف، رشید ځدراڼ او نور الحق ملکزی د هیواد د ملي لوبډلې لوبغاړي پاتې شوي دي، هم د کرکټ پراخه تجربه لري او هم ښې زده کړې لري چې کولای شي د هیواد بېلابېلو ملي لوبډلو ته غوره لوبغاړي ور وپېژني.
د دوی ترڅنګ عبدالله مزاری او میرمبارز هر یو لوبغاړي او روزونکي پاتې شوې دي خو د زده کړو مخینه یې ډېره قوي نده، بله دا چې د لوبغاړو د ټاکونکې کمېټه کې د دومره ډېرو کسانو شتون ځینې اندېښنې را پاروي.
پکار وه چې یوازې درې تنه د کمېټې د غړو په توګه ټاکل شوي وای چې له کرکټ ډایرکټر او د لوبډلې روزونکي او کپتان سره په مشوره به یې لوبډلو ته لوبغاړي ورکول.