خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې د ګډون په اړه تراوسه پورې هم دقیق معلومات نشته، خو تازه معلومات دا دي، که چېرته افغان لوبډله د افغانستان د درې رنګه بېرغ پرته په دغه نړیوال شل اوریز جام کې د برخې اخیستو کوشش وکړي، نو ښايي له بندېز سره مخ شي.
د ای سي سي نړیوال شل اوریز جام د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي، چې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې پکې برخه اخیستونکې دي.
کریک ټریکر په یو تازه راپور کې ویلي دي، چې ټولې ۱۶ لوبډلې به ای سي سي ته خپل بېرغونه لېږي او که چېرته افغان لوبډلې د افغانستان د درې رنګه بېرغ پر ځای د ا.ا بېرغ ورولېږه، نو ښايي په نړیوال شل اوریز جام کې د لوبېدو اجازه ورنکړل شي.
د یادولو ده چې د اګست په ۱۵مه ا.ا د افغانستان واک ترلاسه کړ، چې له دې سره سم عزیزالله فضلي یو ځل بیا د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو او اوس تازه نصیب خان بیا د حامد شینواري پر ځای اجراییوي رییس ټاکل شوی دی.
که څه هم عزیزالله فضلي په خپله یوه مرکه کې ویلي دي، چې په افغان لوبډله د بندېز هېڅ خبره نشته، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ بیا له افغانستان سره د خپلې یوازینۍ ټېسټ لوبې نه کولو اعلان هم کړی دی.