د آی پي ایل د روانو سیالیو لپاره د خطر ځنډ

خبریال وېبپاڼه / راپورنه وايي چې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې فاسټ بالر نتراجن کرونا نیولی او ښايي له امله یې یو ځل بیا د ۲۰۲۱م کال آی پي ایل سیالۍ له نامعلوم برخليک سره مخ شي.

سره له دې په کرونا د نتراجن د اخته کیدو پخلی شوی خو تر دې مهال د نن شپې لوبې د کیدو یا نه کیدو په اړه پریکړه نه ده شوې او د لوبغاړو د دویم ځلي معایناتو د پایلو تر معلومیدو وروسته به څرګنده شي چې د ډیلي او حیدراباد ترمنځ لوبه پخپل وخت کیږي او که نه؟

د ۲۰۲۱م کال آی پی ایل څو میاشتې وړاندې هغه مهال وځنډول شو چې په هند کې د کرونا پیښې زیاتې شوې او یو شمیر لوبغاړي او د آی پي ایل نور ښکیل کسان په یاده ناروغۍ اخته شول.

له څو میاشتیني ځنډ وروسته یادې سیالۍ د تیرې یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې او د مهال ویش له مخې به نن شپږ بجې او دیرش دقیقې د حیدرآباد او ډيلي ترمنځ لوبه پیل شي.

باور دا دی چې که چیرې په آی پي ایل کې د کرونا پیښې موجود هم وي شاید دا ځل د هند کرکټ بورډ ونه غواړي چې یاد لیګ وځنډوي، ځکه په مالي لحاظ به ستر زیان وګوري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com