د راشدخان غوره کارکرداګۍ سره سره هم حیدراباد بریا خپله نه کړه.

خبریال وېبپاڼه / د هند غوره لیګ په ۳۳ مه لوبه کې ډیلي کاپیټلز په ۸ ویکټو حیدر اباد لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

په سیالۍ کې حیدرایاد لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۳۴ منډې وکړې، عبدلصمد ۲۸ او راشدخان ۲۲ زیاتې منډې وکړې، ډیلي ته رباډا درې ویکټې ترلاسه کړې.

ډیلي کاپیټلز ټاکل شوی هدف د لوبې ۱۷.۵ اورونو کې د ۲ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۸ ویکټو یې بریا خپله کړه.

انریچ نورتجي د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو، په دې ډیلي له ۹ سیالیو څخه د ۷ په ګټلو لومړی او حیدراباد له ۸ سیالیو د یوې په ګټلو وروستی مقام ترلاسه کړ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com