خبریال وېبپاڼه / راپورونه وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ نوی ټاکل شوی مشر عزيزالله فضلي به نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي او هلته به د پاکستان کرکټ بورډ له چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوپرليګ د دريو ځنډول شويو لوبو د بيرته ترسره کيدو په اړه هم خبرې وکړي.
اټکل کیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ نوی ټاکل شوی رئیس فضلي به د روانې سپټمبر مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه پاکستان ته سفر پيل کړي، چې بیا وروسته به د هند، بنګله دېش او متحده عربي اماراتو کرکټ بورډونو له چارواکو سره د ليدنې لپاره يادو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي
وروسته له هغې چې په افغانستان کې نوی حکومت واک ته ورسید نو د نورو برخو ترڅنګ په کرکټ بورډ کې هم تغيرات رامنځته شول، عمومي رئيس يې نوی شو او اجرائيه رياست ته يې هم نوي څيره وګومارل شوه.
په ورته وخت کې ځينو بهرنيو رسنيو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې که افغانستان کې نوی حکومت ښځينه لوبغاړي له لوبو منعه کړي، ممکن له دې هيواد څخه د بشپړ غړیتوب حق واخیستل شي.
خو افغان کرکټ بورډ دا ادعاوې پروپاګند وګاڼه او ويې ويل چې په دې برخه کې د کرکټ نړيوالې شورا د دوی عذر منلی او په دې برخه کې اندیښنې دومره د تشویش وړ نه دي.
له دغو راپورونو وروسته د کرکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي وويل چې په دې کار کوي ترڅو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځينه کريکټرانو ته لوبو زمينه برابره کړي.
سرچینې وايي چې فضلي به د پاکستان کرکټ بورډ مشر رميز راجا ته د ځنډول شوي دري يوورځنيو لوبو په افغانستان کې ترسره کيدو وړانديز وکړي خو دا چې یاد وړاندیز منل کیږي که نه ، لا هم معلومه نه ده.
د مينه والو په باور د کرکټ بورډ عمومي رئیس اسيايي هېوادونو ته د سفر اصلي موخه د ملاتړ راجلبول دي، ځکه تيره ورځ ځينو معتبرو نړيوالو رسنيو راپورونه ورکړل چې د کرکټ نړیواله شورا ښايي په هغه صورت کې افغان لوبډلې ته نړیوال جام کې له لوبیدو چانس ورنکړي، که چیرې دوی د نوي حکومت تر بیرغ لاندې د لوبیدو پریکړه وکړي.
د یادولو ده چې اسیايي هیوادونو ته د عزیزالله فضلي د سفر ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم په دې اړه معلومات شته چې له نوموړي سره به د کرکټ بورډ نور کوم چارواکي په سفر کې ملتیا کوي.