کلکتي لوبډلې ممبي ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / نن ماښام د متحده اماراتو په شيخ زايد لوبغالي کې د اماراتو پر وخت ماښام شپږ نيمې بجې د کلکټه نايټ رايډرز او ممبي انډينز لوبډلو تر منځ لوبه پيل شوه.

کلکټه نايټ رايډرز پچه وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه يې وکړه.

د ممبي انډينز لوبډلې توپ وهونکي روهيت شرما او کوينټَن ډي کاک توپ وهنې ته راووتل. دواړو لوبغاړو لوبه په ډېره ښه توګه پيل کړه او تر لسم اور پورې يې د ۷۸ منډو ملګرتيا ترسره کړه.

روهيت شرما د لسم اور په دويم توپ خپله ويکټه له لاسه ورکړه.

ورپسې سوريا کومار ياداو توپ وهنې ته راووت.

کوينټَن ډي کاک ښه لوبه وکړه. خو سوريا کومار يې تر ډېره ملتيا و نه شوه کړای. کومار د ۱۳م اور په لومړي توپ خپله ويکټه له لاسه ورکړه. ورپسې ايشان کيشَن توپ وهنې ته راووت.

کوينټَن ډي کاک په ۴۲ توپونو ۵۵ منډې ترسره کړې. خو د پنځلسم اور په پنځم بال د پراسيد کريشنا لخوا وسوځېده.

ورپسې کيرَن پولارډ توپ وهنې ته راغی.

ايشان کيشَن خپله ويکټه د ۱۷م اور په دويم توپ له لاسه ورکړه. له هغه وروسته کرونال پاڼديا توپ وهنې ته راووت. پانډيا د وروستي اور په درېيم توپ د لوکي فيرګوسن لخوا اوټ شو.

سَورَب تيواري او اډَم ميلني ناسوځيدلي پاتې شول.

ممبي انډينز د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي يې وسوځېدل. ممبي لوبډلې کلکټه نايټ رايډرز ته د ۱۵۶ منډو هدف کېښود.

روهيت شرما په ۳۰ توپونو ۳۳ منډې، کوينټن ډي کاک په ۴۲ توپونو ۵۵ منډې، سوريا کومار ياداو په ۱۰ توپونو ۵ منډې، ايشان کيشن په ۱۳ توپونو ۱۴ منډې، کيرَن پولارډ په ۱۵ توپونو ۲۱ منډې، کرونال پاڼډيا په ۹ توپونو ۱۲ منډې، سَورَب تيواري په ۲ توپونو ۵ منډې او اډم ميلني په ۱ توپ يوه منډه جوړه کړه.

د کلکټه نايټ رايډرز توپ اچوونکو سونيل نارَين يو لوبغاړی، لوکي فيرګوسن او پرَسيد کريشنا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په دويمه پاڼۍ کې کلکټه نايټ رايډرز لوبډلې خپل دوه توپ وهونکي شوبمَن ګيل او وينکَتيش آيَر توپ وهنې ته راويستل. هغوی دواړو تر ډېره چټکه لوبه وکړه او په ۲.۳ اورونو کې يې د ۴۰ منډو ملګرتيا جوړه کړه. ګيل د درېيم اور په درېيم توپ خپله ويکټه له لاسه ورکړه. هغه پسې راهول تريپاټي د لوبې ډګر ته راووت.

وينکَتيش آيَر د پنځلسم اور په څلورم توپ او ايوِن مورګَن د پنځلسم اور په لومړي توپ خپلې ويکټې له لاسه ورکړې. راهول تريپاټي او نيتيش رانا تر پايه نا سوځيدلي پاتې شول.

شوبمَن ګيل په ۹ توپونو ۱۳ منډې، وينکَتيش آيَر په ۳۰ توپونو ۵۳ منډې، راهول تريپاټي په ۴۲ توپونو ۷۴ منډې، ايوِن مورګَن په ۸ توپونو ۷ منډې او نيتيش رانا په ۲ توپونو ۵ منډې جوړې کړې.

راهول تريپاټې او وينکَتيش آيَر پنځوسيزې ووهلې.

د ممبي انډينز توپ اچوونکي جَسپريت بومراه د کلکټه نايټ رايډرز درې لوبغاړي وسوځول.

کلکټه نايټ رايډرز دغه هدف د ۱۶ اور په لومړي بال پوره کړ او په اوه ويکټو يې لوبه وګټله.

سونيل نارَين د لوبې غوره لوبغاړی شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com