مورګن نغدي جريمه شو او له لوبې د بنديز سره هم مخ کيدلی شي

خبریال وېبپاڼه / د کلکتې او ممبۍ ترمنځ تېره شپه لوبه وشوه چې پکې کلکتې د هند غوره ليګ د بيا ځلې پيل راهيسي خپله دويمه لوبه کې هم په لوی بريا خپله کړه

ياده لوبه کې د کلکتې انګلينډی کپتان ايون مورګن د سلو اوور ریټ له امله ۲۴ لکه هندي کلدارې جريمه شو.

مورګن د سلو اوور ریټ د نوو وضع شوو اصولو له مخې، د بيا تکرار په صورت کې له يوې لوبې بند سره مخ کیږي.

تر مورګن وړاندې د راجستان لوبډلې کپتان سنجو سمسون هم د پنجاب په وړاندې لوبه کې د سلو اوور رېټ له امله دولس لکه هندۍ کلدارې جريمه شوی وو.

کلکتې لوبډلې چې د ۲۰۲۱م هند غوره ليګ لومړي پړاو کې ښې لوبې نه وې کړې، اوس د دوه پرلپسې برياو سره د نومرو جدول کې څلور غوره لوبډلو ته رسيدلې ده.

بله خوا نن به د ويرات کوهلي په کپتانۍ د بنګلور او ډوهني په کپتانۍ چينای لوبډله لوبه ولري، چينای لوبډلې خپله لوبه له ممبۍ ګټلې خو بنګلور بيا له کلکتې ماتې خوړلې ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com