د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره ښه خبر

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ بورډ، لوبغاړي او د کرکټ مينه وال چې د نيوزيلينډ او انګلینډ لوبډلو د سفرونو له لغوې وروسته، ښه خبر اوريدو په بې صبرۍ منتظر وه، بالاخره يې د ارام ساه واخیسته.

ويل کيږي چې د پاکستان بورډ ته د ويسټ انډيزي کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاډ ورکړی چې د ياد هيواد لوبډله به د مهال ويش سره سم راتلونکې ډيسمبر مياشت کې پاکستان ته سفر وکړي.

له بلې خوا پاکستان ته د راتلونکي کال لومړيو مياشتو کې لا هم د استراليايي لوبډلې سفر معلوم نه دی او په دې اړه د ياد هيواد کرکټ بورډ لا کوم رسمي اعلان نه دی کړې.

د انګلینډۍ لوبډلې د سفر په اړه وروستيو پرمختګونو کې ويل کيږي چې د سفر د لغوې په اړه نه خو د لوبغاړو نظر پوښتل شوی او نه هم په دې تړاو له دولت سره اړيکه نيول شوې، بلکې د سفر د لغوې پريکړه يوازې د انګلستان کرکټ بورډ کړې ده.

اخوا د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې د نيوزيلينډ لوبډلې ته ليږل شوی هغه ايميل يې ترلاسه کړی، د کوم له امله چې يادې لوبډلې د پاکستان سفر لغوه کړ.

يادو تورونو ته تر دې مهاله نه خو د هند کرکټ بورډ او نه هم دولت غبرګون ښودلی دی او نه هم د نيوزيلينډ لوبډلې ته د ورپيښ ګواښ په اړه د ياد هيواد چارواکو کوم معلومات ډاګيزه کړي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com