چينای لوبډله بیا د نومرو جدول کې لومړی ځای ته ورسیده

خبریال وېبپاڼه / تېره شپه د هند غوره ليګ څوارلسم پړاو پنځه دیرشمه لوبه د بنګلور او چينای ترمنځ په شارجه لوبغالي کې وشوه، چې په کې چينای لوبډله برلاسې شوه.

چينای د لوبې ټاس وګټلو او بنګلور ته يې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. بنګلور په لومړيو لس اورونو کې د ويرات کوهلي او پډيکال د ښکلې لوبې پر مټ ۹۰ منډې وکړې خو په وروستيو لس اورونو کې يې پښې وښويدې او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې ټولې ۱۵۶ منډې وکړې.

د ۱۵۷ منډو هدف چينای د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸.۱ اورونو کې پوره کړ او له دې بريا سره یې د نومرو د جدول لومړي ځای ته ورسولو.

له لوبې وروسته د بنګلور کپتان ويرات کوهلي وويل:

“مونږ بايد تر ۱۷۵ کړی وی، پيچ له بالرانو سره مرسته کوله خو زمونږ بالرانو ونه شول کولی ښه بال وکړي، ډېر زيات داسې بالونه يې کول چې په اسانۍ منډې پرې جوړيدلی شوې، مګر هغوی (چينای) بيا ښه بالينګ وکړ او په اسانۍ يې د بونډريو بالونه نه راکول”.

د چينای کپتان مهيندرا سينګ ډوهني وويل :

“په لومړيو کې هغوی ( بنګلور ) ښه توپ وهنه وکړه خو له نهم اوور وروسته ويکټ سلو شوه او په اسانۍ توپ وهنه پرې نه کيده، د اوبو دمه کې مې معين علي ته وویل چې ته به بالينګ کوي خو حالاتو ته په کتو مې پريکره بدله کړه او براوو مې بالينګ ته راوست، مونږ بايد د حالاتو سره سمې پرېکړې وکړو”.

په اماراتو کې د هند غوره ليګ سياليو په دوام به نن لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت دوه نيمې بجې د ډيلي او راجستان او دويمه لوبه د ماښام شپږنيمې
بجې د پنجاب او حيدراباد ترمنځ پيل شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com