د نپیال هېواد په شل اوریزه کرکټ لیګ سیالیو رحمان الله ګربز اړوند لوبډلې په لوی توپیر بریا خپله کړه.

خبریال وېبپاڼه / د نپیال هېواد شل اوریزه کرکټ لیګ سیالۍ نن پیل شوې چې پکې لومړۍ لوبه د رحمان الله ګربز اړوند لوبډلې په لوی توپیر وګټله.

په دغه سیالۍ کې لالیتپور پېټروټز او کتمانډو کینګز الیون سره ولوبېدل چې لالیتپور په لومړي وار توپ وهنې سره ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۸ منډې وکړې.

د رحمان الله ګربز اړوند کتمانډو کینګز الیون ټاکل شوی هدف د لوبې ۱۴.۲ اورونو کې د ۳ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

کینګز الیون ته رحمان الله ګریز ۵۹ او د زمبابوې لوبغاړي ریان بورل بیا ۷۳ ناسوځېدلي منډې ترلاسه کړې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com