د سرېلانکا کرکټ لیګ ته د نوم لیکنې شرایط په ډاګه شول

خبریال وېبپاڼه / د سرېلانکا کرکټ بورډ له لوري کیدونکی لانکا لیګ چې څه موده وړاندې پکې د لوبیدو لپاره د افغان لوبغاړو په ګډون ګڼو بهرنیو لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه، د را روانې ډسمبر میاشتې په څلورمه نیټه پیلیږي.

د یاد هیواد کرکټ بورډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې لیګ ته د لوبغاړو نوم لیکنه به روانې سپټمبر میاشتې له ۲۴ نیټې څخه د اکتوبر میاشتې تر پنځمې نیټې دوام وکړي.

د لانکا لیګ په ډرافټ کې هغه بهرني لوبغاړي شاملیدلی شي چې یا خپل هیواد لپاره لوبیدلي وي، فرسټ کلاس لوبې یې کړې وي او یا په داسې تجارتي لیګ کې لوبیدلی وي چې د بشپړغړي هیواد له لوري ترسره شوی وي.

د افغان لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان، وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي، سمیع الله شینواری، قیس احمد، نوین الحق، نجیب ځدراڼ، حضرت الله ځاځی او رحمن الله ګربز هغه افغان لوبغاړي دي چې څه موده وړاندې یې یاد لیګ ته فورمې ډکې کړې وې.

تمه ده د لانکا لیګ دوهم پړاو له څو ځلې ځنډیدو وروسته د راتلونکي ډسمبر میاشتې په څلورمه نیټه پیل شي چې یادې میاشتې تر درویشتمې نیټې به دوام وکړي.

یاد لیګ کې به بیا هم د تېر په څېر پنځه لوبډلې ولوبیږي چې هره لوبډله به د شپږو بهرنیو او څوارلس کورنیو لوبغاړو درلودونکي وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com