هند او انګلستان لغوه شوې ټيسټ لوبه بیاځلې کوي

خبریال وېبپاڼه / د هندوستان او انګلستان کرکټ بورډونو ترمنځ د تېر سیریز وروستۍ لوبه، چې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د هندۍ لوبډلې د دوه تنو لوبغاړو د اخته کېدو له امله لغوه شوه، بیا ځلې ترسره کیږي.

دغه سیالۍ به د پلان او هوکړې له مخې راتلونکی کال په انګلستان کې ترسره شي.

دا لا تر اوسه څرګنده نده چې دغه ټيسټ لوبه به یوازې ترسره شي او که به د تېرې میاشتې سیریز پوره کړي او د پنځمې یا وروستۍ لوبې په توګه به ترسره شي.

خو یوه خبره څرګنده ده چې دغه لوبه به هغه تاوان جبران کړي چې انګلستان کرکټ بورډ ته د پنځمې لوبې د لغوه کېدو له امله رسېدلي دی.

د دې ترڅنګ به د دغې لوبې بیا ځلې ترسره کېدل د انګلستان او هندوستان کرکت بورډونو ترمنځ اړیکې چې د پنځمې لوبې لغوه کېدو له امله خرابې شوې وې، بیا ځلې ورغوي.

له دې وړاندې داسې بحثونه هم شوي ول چې لغوه شوې ټیسټ لوبه به په دوه شل اوریزو سیالیو بدله کړي، خو بیا پرې موافقه نده شوې.

داسې ویل کیږي چې د هندۍ لوبډلې د راتلونکې کال سفر کې، چې د لنډ فارمټ لوبو لپاره به یې انګلستان هیواد ته وکړي، دغه ټیسټ لوبه هم ځای شوې ده چې اوسمهال یې هندۍ لوبډله ۲ د یوه په وړاندې مخکې والی لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com