خبریال وېبپاڼه / د شل اوریزه نړیوال جام ۸ تمریناتي لوبې په سټار سپورټس تلویزیون لایف خپریږي، همدغه راز د تمریناتي سیالیو په مهالویش کې تغیرات هم راغلي دي.
ټاکل شوي ده چې راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام د روانې اکتوبر په ۱۷ مه نېټه پیل شي، خو له رسمي سیالیو وړاندې د تمریناتي سیالیو مهالویش خپور شو.
تمریناتي سیالۍ به لومړۍ د کوالیفایر راونډ لوبډلې ترمنځ نن د اکتوبر په ۱۲ مه پیل شي چې لومړۍ لوبه یې د ایرلینډ او پاپوا نیو ګیني ترمنځ روانه ده.
دغه سیالۍ به د اکتوبر تر ۱۴ مې نېټې دوام وکړي چې وروسته د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه د سوپر ۱۲ لوبډلو ترمنځ ټولټال ۱۶ سیالۍ ترسره کیږي.
د اکتوبر ۱۸ مه او ۲۰ مه نېټه به د اتو غوره لوبډلو ترمنځ ټولټال ۱۶ سیالۍ ترسره شي چې هره لوبډله دوه-دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.
مهالویش کې یوڅه بدلون راغلی چې افغانستان به د ویسټ انډیز پرځای له استرالیا سره خپله دویمه تمریناتي لوبه د اکتوبر ۲۰ مه نېټه دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ماسپښین ۲:۳۰ بجې ترسره کړي.
افغانستان به خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د اکتوبر ۱۸ مه نېټه د سویلي افریقا لوبډلې خلاف په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ماسپښین ۲:۳۰ بجې ترسره کړي.
سټار سپورټس تلویزیون اعلان کړی چې د ۱۶ ترسره کېدونکي تمریناتي سیالیو څخه ۸ لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
که څه هم معلومه نده چې اته سیالیو کې کومې سیالۍ لایف خپریږي، خو ممکن د هرې لوبډلې یوه یوه لایف خپره یوه یوه پاتې شي.
د کرکټ نړیوالې شورا خبر له مخې چې ټولې تمریناتي سیالۍ به په ابو ظهبۍ او دوبۍ کې د تړلو دروازو شاته ترسره شي، هیڅ لیدونکي ته به د ګډون اجازه ورنکړل شي.