انګلستان د ایشیز پیل په لویې ماتې وکړ

خبریال وېبپاڼه /انګلستان کرکټ ملي لوبډلې  او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو  ترمينځ د پیل شوې ځانګړې لړۍ په لومړۍ لوبه کې استرالیا کرکټ لوبډلې بریا خپله کړه او انګلستان کرکټ لوبډلې ته یی په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د ایشیز ټیسټ لوبي  چې هر دوه کاله وروسته  ترسره کېږي، سږ کال په استرالیا کې پیل شوې.

د دغو لوبو په لومړۍ لوبه کې هېډ او وارنر د لاین په ملتیاانګلستان ته ستره ماتې ورکړه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۴۷ منډې وکړې، چې دپټ کامینز له لورې یې پنځه لوبغاړي وسوځېدل.

استرالیا خپله لومړۍ پاڼۍ په پوره قوت ولوبوله، چې ۴۲۵منډې یې د هېډ ۱۵۲، وارنر ۹۴ او لابوشېن د ۷۴منډو پر مټیې وکړې.

دوهمه پاڼۍ کې د انګلستان پیل بیا ښه نه وو؛ خولوبډلمشر جیو روټ او ډېوېډ میلان یوه اوږده ملګرتیاوکړه.

د څلورمې ورځې په پیل سره دا ځل انګلینډي بیټران د نتنلاین تر برید لاندې راغلل.

لاین ېې څلور لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په په ۲۹۷منډو راټوله شوه.

د انګلستان له لورې ټاکل شوی د شلو منډو هدف استرالیاپه اسانۍ د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی ټرېویس هېډ ونومول شو چې پهلومړۍ پاڼۍ کې یې تر یونیم سلو زیاتې منډې کړې وې.

ایشیز د انګلستان او استرالیا ترمينځ د ټیسټ سیالیو يوهځانګړې لړۍ ده، چې هر دوه کاله بعد د همدغو دووهېوادونو څخه د یو په کوربه توب ترسره کېږي.

له ۱۸۷۶ میلادې کال راپدېخوا ددغې لړۍ ۳۳ بریاوېاسترالیا او ۳۲ هغه یې انګلستان خپلې کړي دي.

سږ کال د دغو لوبو لپاره دواړه لوبډلې د ګټلو پوره هڅهکوي تر څو د بریاوو ریکارډ یې ښه شي.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمينځ دوهمه لوبه دډېسمبر په ۱۶مه، دریمه د همدې مياشتې په ۲۶مه نېټهترسره شي.

همدارنګه ددغو سیالیو وروستۍ دوه لوبې د جنورۍ پهپنځمه او څوارلسمه نېټه پلان شوي دي

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com