خبریال وېبپاڼه / دبیګ باش لیګ په نهمه لوبه کې د راشد اړوند اډیلايډسټرایکرز لوبډلې په ۴۹ منډو ماتې ونوړه.
لوبه د اډیلايډ او پرت سکارچرز ترمينځ په سيډني کېترسره شوه، چې لومړۍ توپ وهنه پکې پرت لوبډلې ترسرهکړه.
پرت په شلو اورونو کې ۱۹۵ منډې د یو لوبغاړي پهسوځېدو وکړې او ۱۹۶ یې هدف وټاکه.
د پرت له توپ وهونکو څخه کولېن مانرو د روان بیګ باشلیګ لومړۍ سلیزه ترسره کړه.
هغه په ۷۳ توپونو ۱۱۴ منډې وکړې، چې اته څلورېزي اوشپږ شپږېزي پکې شاملې وې.
بنکرافټ ۴۵ منډې وکړې او رن اوټ شو.
د ادیلایډ هيڅ لوبغاړي ویکټ ترلاسه نکړای شوه.
سېډل په څلورو اورونو کې ۴۶ او راشد خان په څلورواورونو کې ۴۰ منډې ورکړې.
اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې هدف ترلاسه نه کړای شو او ټولهلوبډله یې په ۱۴۶ منډو په اتلسم اور کې وسوځېده.
ډرسي شاټ تر نورو ښه وو او خپلې لوبډلې ته یې ۶۳منډې وکړې.
افغان لوبغاړي راشد خان کومه منډه ترسره نکړای شوه اوپه لومړي بال انډري ټای له لورې وسوځېد.
په توپ اچونه کې بهندروف او انډر ټای درې درې ویکټې دخپلې لوبډلې لپاره ترلاسه کړې.
کولین مونرو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، چې په روان بیګ باش لیګ کې د راشددوی لوبډلې په دریو کې یوه لوبه ګټلې او دریم مقام کېده.
پرت بیا دریو کې دوه ګټلي، دوهم ځای کې ده؛ خو سیډنيبیا په دریو ترسرکړو لوبو کې په دوو بریاوو سره لومړيمقام کې ځای لري.