خبریال وېبپاڼه/ د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ترمنځ د پاکستان په کوربه توب د دري شل اوریزه لوبو لوبلړۍ تیره ورځ مازدیګر د پاکستان په ستر ښار کراچی کې پیل شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی شل اوریزه لوبه چي پرون مازدیګر ترسره شوه، د یادی لوبي ټاس د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يې وکړه د توپ وهنې بلنه يې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړه، چي په یاده لوبه کې بریا پاکستان کرکټ لوبډلې ترلاسه کړي.
پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه نن ترسره شوه چي په یاده لوبه کې بچه د پاکستان کرکټ لوبډلې وګټله او د توپ وهني پریکړه يې وکړه.
پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره يي ١٧٢ منډې ترلاسه کړي او د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ته يې په شل اورونو کې يې د ١٧٣منډو هدف ورکړه.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې محمد رضوان او افتخار احمد ښه وځلیدل، محمد رضوان په ٣٠ توپونو باندي يې ٣٨ منډې او افتخار احمد بیا په ١٩ توپونو باندي ېې ٣٢ منډې ترلاسه کړي.
د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې اوډین سمیت دوه ویکټې ترلاسه کړي.
د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره يې په ٢٠ اورونو کې يې ١٦٣ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ٩ منډو په توپیر وکټله.
د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې شاهین افریدي دري ویکټې، محمد نواز او محمد وسیم بیا به دوه ویکټې ترلاسه کړي.
د یادې لوبي غوره لوبغاړي شاداب خان وټاکل شو.
د یادولو وړ ده چي د پاکستان کرکټ لوبډله وتوانیده چې یاد سریز په خپل نوم کړي همدارنګه د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستي او دریمه شل اوریزه لوبه سبا مازدیګر ترسره شي.