خبریال وېبپاڼه / د پاکستان «اې آر وای» تلویزیون خبر له مخې چې پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د روانې شل اوریزه سیالیو لړۍ لپاره د نندراچیانو کم شمېر ګډون په اړه د بحث لپاره یوه غونډه ترسره کړه.
خبر زیاتوي چې په دغه بیړنۍ غونډه کې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو او ورزشي خبریالانو ګډون کړی وو.
د «اې ار وای» سرچينې د معلوماتو له مخې چې په دې غونډه کې د کرکټ مينه والو ته د يو ورځنيو سياليو د وړيا ننوتلو یا ورتګ په اړه هم خبرې وشوې.
خبر زیاتوي چې د شل اوریزه لړۍ وروسته پنځوس اوریزه سیالۍ ته ممکن نندراچیان پرته له ټیکټ اخیستو لوبغالي ته د ورتګ اجازه ولري.
پاکستان وروسته له هغې د اقدام کوي چې د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ لومړۍ سیالۍ ته یوازې د ګوتې په شمار نندراچیان ورغلي وو.