خبریال وېبپاڼه / ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۲ز کال ښځینه کرکټ نړیوال جام لپاره چې ټاکل شوې د مارچ په څلورمه د نیوزېلند د تورانګا ښار په بي اوول کې د نیوزېلند په کوربتوب د وېسټ انډیز لوبډلې سره پیل شي، مهالوېش اعلان کړ.
د مهالوېش له مخې به د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډله د مارچ په پنځمه د همېلټن ښار په سېډون پارک کې د انګېلنډ ښځینه لوبډلې سره او د مارچ په شپږمه به د هند او پاکستان ښځینه کرېکټ لوبډلې په تورنګا کې سره مخامخ شي.
په یاد نړیوال جام کې به 31 لوبې د 31 ورځو په ترڅ کې ترسره شي او اته ښځینه کرېکټ لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي.
د نیوزېلند اکلېند، کرېسټ چرچ، ډونډین، هامېلټن، تورنګا او وېلېنګټن هغه شپږ ښارونه دي چې د ښځینوو نړیوال جام لوبې به په کې ترسره شي.
دا سیالۍ به د لیګ په بڼه ترسره شي چې اته لوبډلې به یو ځل له یو بل سره مخامخ کیږي چې په پای کې به څلور غوره لوبډلې نیمه پای لوبې ته لار ومومي.
نیوزېلند، اسټرالیا، هند، سویلي افریقا او انګلېنډ د ښځینوو کرېکټ ملي لوبډلې دي وار له مخه یاد نړیوال جام ته کوالیفای شوې وې او د یو ورځنیو لوبو د درجه بندۍ پر بنسټ بنګله دېش، پاکستان او وېسټ انډیز هغه وروستۍ لوبډلې وې چې د 2021 کال په وروستیو کې یې یا نړیوال جام ته لار پیدا کړه.