خبریال وېبپاڼه / هغه لوبډلې چې IPL د راشد خان پیرلو ته ډیر لیواله دي.
څو ورځې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې راتلونکي پړاو لوبو لپاره کېن ویلیمسن، عمران ملک او عبدالصمد له ځان سره وساتل او د راشد خان په شمول یې ځینې پياوړي لوبغاړي پرېښودل.
په دې لیکنه کې د څلور هغه لوبډلو په اړه بحث کوو چې ممکن د ۲۰۲۲ کال لپاره د افغان ستوري راشد خان د اخیستو لپاره لاس په کار او هڅه وکړي:
راجستان رويلز: راجستان رويلز لوبډله که څه هم د اي پي ایل د لومړي سيزن اتله لوبډله پاتې شوې، خو له هغه وروسته یاده لوبډله چندان ښه نه ده ځلېدلې.
راجستان په تېرو پړاونو کې کوم بهرنی پياوړی سپېنر له ځان سره نه دی لرلی، راجستان د افغان ستوري راشد په خپلولو د سپېن بالېنګ ستونزې حلولی او په مشکلاتو برلاسي کېدلی شي.
راشد نه یوازې بهترين سپېنر دی، بلکې په ډېت اورونو کې هم د ښه بېټېنګ وړتيا لري.
رویلز چېلنجرز بنګلور: رویل چېلنجرز بنګلور لوبډلې د لوبغاړو ساتلو پړاو کې پیاوړی سپېنر چهال پرېښوده. راشد راتلونکي پړاو کې د بنګلور لوبډلې لپاره ښه اخیستنه کېدای شي. دغه لوبډلې په تېر کې هم د بهرنيو لوبغاړو په اخېستو خورا ډېرې پیسې مصرف کړې دي.
له چهال پرته بنګلور لوبډله په خپل ترکيب کې چندان ښه سپېنر نه لري. راشد د رويل چېلنجرز بنګلور لوبډلې لپاره هم په بالېنګ کې غوره نتيجه ورکولای شي.
کلکته نایټ رايډرز : د کلکته نایټ رايډرز لوبډلې د پخواني کپتان ګاتم ګميبر له وخت غوره سپېنران ځان سره لرلي دي.
د سونيل نارين او وارون چکرورتي په شتون کې به د راشد اخېستل د یاې لوبډلې سپېن بالېنګ ډېپارټنمنټ خورا پياوړي کړي.
لکنو: په ای پي ایل کې نوې شامله شوې لوبډله لکنو څلورمه هغه لوبډله ده چې ورسره د راشد خان د يو ځای کېدو چانس خورا زيات دی.
کله چې لوبډلو سره د څلور لوبغاړو د پاتې کېدو په پړاو کې، سنرایزرز حیدراباد لوبډلې راشد خان د خپل لومړي انتخاب په توګه وانخیست، نو راشد هم غوره ونه ګڼله د دوهم انتخاب په توګه له حيدراباد سره پاتې شي.
هغه وخت هم لکنو لوبډلې ته نږدې سرچېنو ويل چې ياده لوبډله راشد خان ته د هغه د خوښې سم نرخ ( ۱۶ سوه لکه هندي کلدارو ) د ورکولو شين څراغ ښودلی دی.
دا چې لکنو یوه نوې لوبډله ده او د اصولو سره سم یې تر دې مهاله کوم لوبغاړی له ځان سره نه دی اخیستی، يادې لوبډلې لخوا ممکن راشد د لومړيو اخېستونکو لوبغاړو له ډلې يو وي.
راشد خان په خپل غوره بالېنګ او د ضرورت په وخت کې د ښه بېټېنګ له امله د يادې لوبډلې لپاره یو ښه انتخاب کېدلی شي.