خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوی ده چي نن دوشنبه د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې د افغانستان د کورني کرکټ اړوند د هيواد د پنځه زونونو غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سيالۍ پيل شي.
په ياد ټورنمنټ کې چې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به يولس ورځې دوام وکړي هغه لوبډلې شاملې دي چې د خپلو زونونو اړوند انټرکلب سياليو کې يې اتلولي خپله کړې او انټر ريژن لوبو ته يې لار پيدا کړې ده.
د زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ يادې يوورځنۍ سيالۍ به د ټاکل شوې مهالوېش له مخې نن د دوشنبې په ورځ د سپين غر او بند امیر زونونو د غوره شويو کلبونو ترمنځ په لوبې سره پيل شي او د روانې ډيسمبر مياشتې په ۳۱ نيټه به پای ته ورسيږي.
د يادولو ده چې د انټر ريژن يادې لوبې چې د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې به ترسره شي د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ په چوکاټ کې د روان ۲۰۲١م کال وروستۍ لوبې دي.