خبریال وېبپاڼه / هند هم وېسټ انډیز کې د ۲۰۲۲ز کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د آل انډیا جونیر سلېکشن کمېټې د ای سي سي راتلونکي ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د هند لپاره لوبډله غوره کړه.
د یادونې وړ ده چې هند څلور ځله د ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی.
هند په ۲۰۰۰ز، ۲۰۰۸ز، ۲۰۱۲ز او ۲۰۱۸ز کال کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی او دا راز په 2016 او تېر ۲۰۲۰ز کال کې په نیوزېلند کې ترسره شوي ټورنمنټ کې یې دویم مقام ګټلی وو.
د ۱۹ کلنو نړیوال جام د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ میاشت په څوارلسمه نېټه په وېسټ انډیز هېواد کې پیلیږي چې د فبرورۍ تر پنځمې به دوام وکړي.
یاد جام کې د افغانستان، اسټرالیا او هند په ګډون یو شمېر نورو لوبېدونکو هېوادونو وار له مخه خپلې لوبډلې اعلان کړي دي.
د ۲۰۲۲کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون ۱۵ لوبډلې لوبیږي.
یادې لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوي او په هر ګروپ کې څلور-څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ کوي.
په ورته مهال روانه اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ هم پیلیږي. لوبېدونکې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته رسېدلي.
په اسیایي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګله دېش، کوېټ، نیپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون کوي.