د بابر اعظم او محمد رضوان په اړه د راشد لطیف تازه خبری

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي راشد لطیف د بابر اعظم او محمد رضوان جوړه بې سارې بللې ده.

محمد رضوان او بابر اعظم تېر کال ځینې مهم ریکارډونهترسره کړل او هم یې په شل اوریزه سیالیو کېحیرانوونکي بریاوې خپلې لوبډلې ته ترلاسه کړې. محمدرضوان د لومړي لوبغاړي په توګه په شل اوریزه سیالیو کېتر ۲۰۰۰ زیاتې منډې وکړې او هم یې په یوه کال کې تر۱۰۰۰زیاتې منډې په شل اوریزه سیالیو کې ترسره کړې.

رضوان د کال وروستۍ شل اوریزه لوبه د ویسټ انډیزخلاف ترسره کړه، چې پکې د لوبې غوره لوبغاړی ونومولشو.

ددغې سیالۍ په پای کې پخواني پاکستاني لوبغاړي راشدلطیف د هند له مخکښو لوبغاړو روهیت شرما او ویراتکوهلي سره د دغې پاکستانۍ جوړې پرتلیزه بیانیه ورکړه،چې دوی یې پکې غوره یاد کړل.

« نږدې یو کال وړاندې مونږ ویل چې پاکستان د روهیت،کوهلي او راهول په څېر لوبغاړي نه لري، په ځانګړي ډولپه شل اوریزه لوبو کې. تر لږې مودې وروسته بههندوستانیان وايي، چې مونږ د بابر او محمد رضوان پهڅېر لوبغاړي نه لرو.»

بابر اعظم په ۲۰۲۱ کال کې تر محمد رضوان وروسته په شلاوریزه سیالیو کې دوهم د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړیوو او په تېر شل اوریز نړیوال جام کې یې په شپږو سیالیوکې په شاوخوا ۶۰ اوسط سره یې ۳۰۳ منډې وکړې،چې په نړیوال جام کې رېکارډ شو.

دغو دواړو لوبغاړو د ډېر ځله سلو منډو ملګرتیا ریکارډ همپه شل اوریزه سیالیو کې مات کړ او د خپلې لوبډلې لپارهیې تېر کال نه هېرېدونکې سیالۍ ترسره کړې

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com