انډې فلاور په هند غوره لیګ کې د نوی لوبډلې روزونکی وټاکل شو

خبریال وېبپاڼه / د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی انډې فلاور په راتلونکي ای پي ایل سيالیو کې د لاک نو لوبډلې سره د روزونکي په توګه تړون ترلاسه کړ.

فلاور چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره یې د روزونکي په حیث دنده اجرأ کوله،تیره میاشت د نړیوال جام پای ته رسیدو وروسته یې له افغانستان سره خپله دنده پريښوده.

د فلاور د استعفی یوه ورځ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چټکې توپ اچونې د برخې روزونکي شان ټایټ هم د نوموړي لار تعقیب کړه او له خپلې دنده یې استعفی ورکړه.

فلاور د روزنې په برخه کې ځانګړي تجربه لري،نوموړي لدې وړاندې هم د سترو لوبډلو سره د روزونکي په حیث دندې اجرأ کړي دي.تیر ای پي ایل پړاو کې نوموړی د پنجاب کینکز لوبډلې سره د مرستیال روزونکي په حیث یو ځای و.

فلاور ویلي دي،خوښ دی چې د یوې نوي لوبډلې سره د روزونکي به حیث دنده پیلوي.

لاک نو هغه نوي لوبډله ده چې د احمد آباد لوبډلې سره یو ځای به راتلونکي ای پي ایل سيالیو کې شتون ولري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com