اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ کې شاهین افریدي ته مهم مسولیت ورکول کیږي

خبریال وېبپاڼه / د ۲۰۲۲ کال پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره لاهور قلندرز لوبډلې شاهین شاه افریدي د لوبډلمشر په توګه اعلان کړ.

کیڼ لاسی تېز بالر شاهین شاه افریدي د سهیل اختر پر ځای لوبډلمشر ګومارل کیږي کوم چې په وروستیو کې هم د لاهور قلندرز لوبډله رهبري کوله.

د لاهور قلندرز لوبډلې چارواکو نن په یو کنفرانس کې شاهین شاه افریدي د راتلونکي پړاو لپاره لوبډلمشر اعلان کړ.

دا به د مینه والو لپاره کومه نوې خبره نه وي ځکه شاهین افریدي تر دې وړاندې هم د لاهور قلندرز لوبډلې مرستیال لوبډلمشر وو.

په ورته مهال شاهین افریدي اوس مهال د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره مخکښ توپ اچوونکی دی او په ټولیز ډول د سوپر لیګ په تاریخ کې اووم لوبغاړی دی چې ډېرې ویکټې یې اخیستي. نوموړی ۳۷ لوبو کې په ۲۱.۲۰ اوسط سره ۵۰ ویکټې لري.

ځوان سرېع توپ اچوونکی به په راتلونکي فصل کې چې د جنوري په ۲۷مه پیلیږي د لاهور قلندرز لوبډلمشري به کوي.

د ۲۰۲۲ کال د پي ایس ایل لپاره د لاهور قلندرز لوبډله کې شاهین شاه افریدي، راشد خان، ډیویډ ویس، حارث رؤوف، محمد حفیظ، سهیل اختر، ذیشان اشرف، احمد دانیال، فخر زمان، فل سالټ، هیري بروک، عبدالله شفیق، کامران غلام الدین، فاکس کرافټ، زمان خان، معاذ خان، سمیت پټیل، سید فریدون لوبغاړي لوبیږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو لوبې د جنورۍ په ۲۷مه پیلیږي چې لومړۍ لوبه به د ملتان سلطان او کراچۍ کېنګز لوبډلو ترمنځ وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com