خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوي چې د سويلي افریقا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه به د دسمبر په ۲۶مه نېټه د سويلي افریقا په سنټریون ښار کې بې له تماشچیانو ترسره شي.
د سویلي افریقا ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې چې د هند او سويلي افریقا ترمنځ سيالیو کې به یوازې محدود شمیر هئیت ته د لوبې لیدلو اجازه ورکړل شي.
خو سويلي افریقا کرکټ بورډ لا هم د خپل حکومت پریکړې ته انتظار باسي.
افریقا کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلي،د لومړۍ ټیسټ لوبې لپاره ټکټونه هم خرڅلاو ته ندي وړاندې شوې او د دوهمې ټيسټ لوبې لپاره چې د جنورۍ په دریمه نېټه ده،تر هغې د حکومت پریکړې ته انتظار باسي چې کوم قسم قوانین رامنځ ته کوي.
د یادونې وړ ده چې په سويلي افریقايي هیوادونو کې د کرونا وروسته د اوميکرون په نوم ویروس خپور شوی چې له همدې کبله لوبغالي ته په نندارچیانو بندیز لګیدلی.
لدې وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوي وو چې شاید هند لوبډله د نوي ویروس له امله سويلي افریقا هیواد ته خپل سفر وځنډوي،خو هند کرکټ بورډ اعلان وکړ چې دوی به له سويلي افریقا سره سيالۍ پخپل وخت ترسره کړي.
د یاد اعلان وروسته سويلي افریقا کرکټ بورډ هم د هند کرکټ بورډ له پریکړې خوښي څرګنده کړه چې په سخت وخت کې یې د دوی هیواد ته سفر نیت وکړ.