بنګله دېش پریمیر لیګ وخت اعلان شو

خبریال وېبپاڼه / بنګله دېش کرکټ بورډ په رسمي ډول د راتلونکي پړاو بي پي ایل سیالیو نېټه اعلان کړه چې له مخې به یې یاد لیګ د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۱مه نېټه پیل چې د فبرورۍ په اتلسمه نېټه به پای ته ورسیږي.

په یاد لیګ کې شپږ لوبډلې ګډون لري او هره لوبډله پخپله یوولس کسیزه لوبډله کې لږ تر لږه درې خارجي لوبغاړي لوبولی شي.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۲ کال بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر یا ډرافټ پړاو به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

بنګله دېش کرکټ بورډ وایي،که چیرې یې خپل داخلي یا د ملي ټیم لوبغاړي پرلپسې دوو لوبو کې ګډون ونکړي،جریمه به اعلان شي.

لدې وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوي وو چې نیوزلینډ څخه د بنګله دېش لوبډلې د راستنېدو وروسته شاید د ملي ټیم زیاتره لوبغاړي ددغه لیګ څخه وقفه واخلي.

په ورته وخت کې د بنګله دېش کرکټ بورډ لخوا د ډرافټ پړاو لپاره د لوبغاړو کیټګوریو قیمتونه هم اعلان شوي دي.

داخلي لوبغاړو د کیټګوریو معاش:

اې،کیټګوري(۷۰ لکه بنګله دېشي روپۍ)، بي کیټګوري (۳۵ لکه)، سي کیټګوري (۲۵لکه)،ډي کیټګوري (۱۸ لکه)، اي کیټګوري (۱۲ لکه)، ایف کیټګوري (۵ لکه).

د خارجي لوبغاړو کیټګوریو معاش په ډالرو:

اې کیټګوري (۷۵ زره ډالر)، بي کیټګوري (۵۰ زره ډالر)، سي کیټګوري (۴۰ زره ډالر)، ډي کیټګوري (۳۰ زره ډالر)،اي کیټګوري (۲۰ زره ډالر).

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com