خبریال وېبپاڼه / د کرکټ څخه د تقاعد شوو لوبغاړو ترمنځ کرکټ لیګ سيالۍ چې تیرو کالونو کې هم ترسره شوي،په پام کې ده چې یو ځل بیا به هم دغه لیګ په لاره واچول شي.
د تقاعد شوو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ دغه لیګ سيالۍ به د را روان ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې د عمان په کوربتوب په المارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
په یاد لیګ کې درې لوبډلې برخه لري،چې پکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اصغر افغان هم اخیستل شوی دی.
اصغر افغان به پدغه لیګ کې د اسیا زمریو یا اسیا لاینز لوبډلې په استازیتوب لوبې ترسره کړي.
په اسیا لاینز لوبډله کې شعیب اختر،شاهد افریدي،سنات جیاسوریا،موتیا مورالي درن،چامېنډا وس،رومیش کالویترانا،تلکراتني دلشن،اظهر محمود،اوپل تړانګا،مصباح،الحق،محمد حفیظ،شعیب ملک،محمد یوسف،عمرګل،یونس خان او اصغر افغان شتون لري.
د تقاعد شوو لوبغاړو ترمنځ په دغه لیګ کې به د هندوستان څخه یوه لوبډله او دریمه لوبډله به د نورو هیوادونو څخه ګډون ولري.