خبریال وېبپاڼه / بیګ باش لیګ دوه ویشتمه لوبه هوبارت او درې ویشتمههغه ملبورن سټارز وګټله.
په دوه ویشتمه لوبه کې راشد خان د اډیلايډ سټرایکرزلپاره ولوبېد، چې د هوبارت لوبډلې څخه یې د اوو ویکټوپه توپیر ماتې وخوړه.
پدغه لوبه کې افغان ستوري راشد ارمان د خپلې لوبډلېلپاره تر نورو ټولو توپ اچوونکو غوره لوبه وکړه؛ خولوبډلې یې د ۱۷۶ منډو څخه دفاع ونشوه کړای.
خان په څلورو اورونو کې د دېرشو منډو په ورکړې یولوبغاړی وسوځاوه او په توپ وهنه کې نوبت ورنغی.
د همدغو سیالیو په دوام بله لوبه د مجیب اړوند برېسبینهټ او د قیس احمد اړوند ملبورن سټارز ترمینځ ترسرهشوه، چې ملبورن سټارز وګټله.
پدغه لوبه کې د قیس اړوند ملبورن سټارز لوبډلې په شلواورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډې جوړې کړېاو ۲۰۸ یې هدف وټاکه.
جو کلارک ۸۵، کارټ رایټ ۷۹ او قیس احمد په ۶ توپونو ۱۶چټکې منډې ترسره کړې.
مجیب ځدران په توپ اچونه کې څلور اورونه ترسره کړلاو د دېرشو منډو په ورکړې یې یو لوبغاړی وسوځاوه.
د مجیب اړوند بریسبین لوبډلې هدف پوره نکړ او په شلواورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې.
قیس احمد په توپ اچونه کې هم تر ټولو ښه وځلید. هغهڅلور اورونه ترسره کړل. یو یې میډن کړ او د ۳۱ منډو پهورکړې یې درې لوبغاړي وسوځول.
د یادونې وړ ده چې قیس احمد او مجیب ځدران تر بیګباش وروسته په بنګله دېش پرېمیر لیګ کې؛ خو راشد خانبیا په پاکستان سوپرلیګ کې اخیستل شوی دی.