خبریال وېبپاڼه / د د سویلي افریقا چټک او مشهور توپ وهونکی فاف ډوپلیسي د یو شمیر ټپونو له امله د انګلستان سل بالیزه لیګ څخه بهر کړی شوي.
د یو شمیر راپورونو له مخې د سویلي افریقا مشهور توپ وهونکی فاف ډوپلیسي د یو شمیر ټپونو له امله د انګلستان سل بالیزه لیګ څخه بهر شو.
راپورونه زیاتوي چې د انګلستان په سل بالیزه کرکټ لیګ کې د «سوپر چاجرز» لوبډلې لوبډلمشر د ټپونو له امله د لومړیو دریو سیالیو څخه بهر شو چې پرځای به یې بین سټوکس لوبډلمشري وکړي.
د فاف ډوپلسي تر ټپې کېدو وروسته د لنکا شیر ویکټ کیپر توپ وهونکی ډین ویلس د لنډ مهال لپاره د سوپر چاجرز لوبډلې سره د فاف ډوپلسي ځای ناستی اعلان شو.
د راپورونو له مخې د سوپر چارجز طبي ټیم هغه د جمعې په ورځ معاینه کړ چې وروسته له هغې پرېکړه شوې چې هغه د دریو لوبو لپاره آرام وکړي.
ډوپلسي لدې وړاندې شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالۍ کې د فیلډینګ پرمهال د پاکستاني چټک توپ اچونکي «محمدحسنین» سره ټکر وکړ چې له امله یې د دغه لیګ څخه بهر شوی و.