خبریال وېبپاڼه / د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو د سریز وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو سریز پیل شو چي لومړۍ یورځینۍ لوبه يي چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي پکي ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.
د یادو لوبډلو ترمنځ دریمه یورځینۍ لوبه تیره شپه لس بجي ترسره کیږي.
د دریمي یورځینۍ لوبي جزییات
د یادي لوبي ټاس یا بچه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي د اسټرالیا کرکټ لوبډلي ته ورکړه.
ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ٤٥.١ اورونو کي يي ١٥٢ منډې ترلاسه کړي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ١٥٥ منډو هدف په ٥٠ اورونو کي ورکړه.
ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي یون لیوز ٦٦ توپونو باندي يي ٥٥ منډې او براو په ٣٦ توپونو باندي يي ١٨ منډې ترلاسه کړي.
اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره میچل سټارک غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي دري ویکټې ترلاسه کړي، همدارنګه چوش هیزلوډ او ادم زمپا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.
اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د څلورو لوبغاړو په زیان يي په ٣٠.٣ اورونو کي يي ١٥٣ منډې ترلاسه کړي او لوبه یي د ویسټ انډیز لوبډلي څخه د شپږو ویکټو په توپیر وکټله
د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره چوشیف بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په ٣ اورونو کي يي د ١٤ منډو په ورکولو سره يي یوه ویکټه ترلاسه کړي.
د یادي لوبي غوره لوبغاړي اشټون اکر ونومول شو.