خبریال وېبپاڼه /په سل بالیز لیګ کي د راشد خان روزنکي کرونا نیولی
د ټرینټ راکېټس روزونکی کرونا نيولی، سل باليز کرکټ خطر کې!
سل باليز کرکټ هم د نورو لوبو پۀ څېر د کرونا ښکار کېدونکی دی؟ ، د ۲۰۱۹م کال د ډېسمبر راهيسې د کرونا پۀ نوم يوې ويروسي ناروغۍ ټوله نړۍ بدرنګه کړه، لکه بل هر څۀ يې کرکټ ته هم ډېر زيان ورساوه، پۀ انګلستان کې سل باليز کرکټ چې د کرکټ يوه نوې بڼه ده د يو کال لپاره د همدې ويروس لۀ امله وځنډېد، خو دا ليګ د روانې جولای مياشتې پۀ ۲۱مې نېټې پيل شوو مګر دا دی اوس مهال ښکاري چې دا لوبې به هم کرونا لږې وځوروي.
پۀ همدې سل باليز کرکټ کې د ټرينټ راکيټس لوبډلې مشر روزونکی انډي فلاور او د مديره پلاوي دوه نور غړي کرونا نيولي، چې له امله یې ياد ټول کسان اوس قرنطين شوي دي.
ويل کيږي چې د يادو کسانو سره نږدې اړيکه لرونکي کسان هم اوس مهال قرنطين شوي او له نورو لوبغاړو او ښکېلو کسانو سره يې اړيکې پرې شوي دي.
راپورونه وايي چې د کرونا ناروغۍ له پېښو سره سره به سل باليز کرکټ ليګ پر مخ روان وي او تیره شپه لس بجې به د ټرينټ راکيټس او ناردرن سوپر چارجرز لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه.
د ټرينټ راکيټس لوبډلې سره د انګلينډ د ټيسټ لوبو کپتان جو روټ هم لوبيږي او يوازې نهه ورځې د انګلينډ او هند ترمنځ د لومړۍ ټيسټ لوبې ته پاتې دي چې ياده لوبډله کې د کرونا پيښو د انګلينډ کرکټ بورډ انديښمن کړی دی.