خبریال وېبپاڼه / د ملي بیرغ ورځ چي هر کال د د افغانانو لخوا لمانځل کیږي یاده ورځ د اسد د میاشتي اوومه ورځ ده چي ملي بیرغ لپاره ځانکړي شوي ده.
د ملي بیرغ ورځ د هیواد د بیلابیلو قشرونو لخوا لمانځل کیږي او همدارنګه په یاده ورځ میلي او اټنیز پروګرامونه هم د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کي ترسره کیږي.
د ملي بیرغ د ورځي په اړه د افغانستان د بیلا بیلو خلکو ترڅنګ یو شمیر کرکټ لوبغاړو هم د یادي ورځي په اړه لنډ پیغامونه خپاره کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي بیرغ د ورځي په اړه لاندي پیغام خپور کړي دي
د افغانستان کرکټ بورډ: د هیواد د ملي بیرغ ورځ نمانځنه ملي ارزښت دي، او همدارنګه په دي سره ښاییو چي یو متحد ملت د یو واحد بیرغ تر سیوري لاندي راټول دي.
نجیب الله ځدران: زه ډیر ویاړ کوم چي ده دې بیرغ د لا ځلیدا لپاره هڅي او کوشش کوم.
رحمن الله ګربز : د زمری اوومه د ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه.
حضرت الله ځاځی: زما بیرغ خو له رنګونو جوړ دي ته يي دا تور رنګ د وحشت بولي.
فضل الحق فاروقی: ویاړم چي د ملي بیرغ لپاره لوبي کوم.
همدارنګه د یادولو وړ ده چي د بیرغ ملي ورځ د عامو افغانانو ترڅنګ د لوړو پوړو دولتي چارواکو لخوا هم د بیلا بیلو غونډو او پروګرامونه په ترڅ کي لمانځل کیږي.