خبریال وېبپاڼه / د هند کرکټ ملي لوبډلي دوه نور لوبغاړي هم په کرونا ویروس اخته شوي.
د هند د کرکټ ملې لوبډلې دوه مهم کرکټ لوبغاړي وروسته تر هغه په کرونا ویرس اخته شوي، چې څه موده وړاندي د دي لوبډلې د بل لوبغاړي کرونال پانډیا ټیسټ مثبته پایله ورکړه.
له کرونال پنډیا وروسته تازه د هند کرکټ ملي لوبډلې د دوه نورو لوبغاړو یوزیندرا چهال او کرشنپا ګواتم د کرونا ویروس پایلې متبتي ښودل شوي دي دا په داسي حال کې چې د کرونال پانډیا څخه وروسته د اتو لوبغاړو د کرونا ټیسټ ترسره شو او په دوهمه پایله کې د دې دوو لوبغاړو پایله مثبته شوه.
هند کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي پروړاندي په شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ مصروفه وه، چې دا پیښي ثبت شوې اوس به پانډیا، چهال او ګواتم به په سریلانکا هیواد کې د قرنطین موده تېروي خو نور لوبغاړي به یې هندوستان ته بیرته ستانه شي.
د یادو لوبغاړو ترڅنګ شپږ نور هندي لوبغاړي چې تراوسه یې د کرونا ویروس پایله نه ده معلومه شوي هلته په جلا جلا اطاقونو کې دي تر څو پایله یې معلومه شي، هارډیک پانډیا، ایشان کیشن، سوریا کومار یادو، منیش پانډې، پریتیوشاه او دیپک چاهار دا هغه هندي لوبغاړي دي کوم چي يي تراوسه پوري د کرونا ویروس پایله نه ده مالومه شوي.