بین سټوکس تر نامعلومې مودې د کرکټ د پریښودو پریکړه کړي

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره الرونډر لوبغاړي بین سټوکس له یو شمیر ستونزو سره مخ شوی او له همدې کبله یې تر یو څه مودي پوري له کرکټ لوبو څخه د لري پاتي کیدو پریکړه کړي ده.

نوموړي ددې ترڅنګ ګوته هم ټپي وه او د استراحت په اخیستلو سره به یې د لاس د ګوتې ټپ هم جوړ شي.

انګلستان کرکټ بورډ هم د بین سټوکس پریکړه ستایلې او ملاتړ یې کړئ.

همدارنګه بین سټوکس به د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې پیلیدوونکي راتلوونکی اوونۍ سیریز کې شتون ونلري او په ځای یې لوبډله کې کریګ اورټن ته ځای ورکړل شوی دی.

همدارنګه بین سټوک په ١٩٩١ کال د جون په څلورمه نیټه په نیوزیلنډ کي زیږدلي نوموړي اوسمهال ٣٠ کاله عمر لري.

بین سټوکس لومړني ټیسټ کرکټ لوبه د ٢٠١٣ کال د ډیسمبر په پنځمه نیټه د اسټرالیا کرکټ لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.

بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ٧١ ټیسټ لوبي ترسره کړي نوموړي په ٧١ ټیسټ لوبو کي يي ٤٦٣١ منډې ترلاسه کړي دي.

بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره د ٢٠١١ کال راهیسي يي ١٠١ یورځیني لوبي يي ترسره کړي او په یادو ١٠١ یورځینو لوبو کي يي ٢٨٧١ منډې ترلاسه کړي دي.

همدارنګه بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره د ٢٠١١ کال راهیسي يي ٣٤ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي او په ٣٤ شل اوریزو لوبو کي يي ٤٤٢ منډې يي ترلاسه کړي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com