سریلانکا خپلو کرکټ لوبغاړو ته جایزي ورکوي

خبریال وېبپاڼه / د سرېلانکا کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د جایزې د ورکولو اعلان وکړ.

د سريلانکا کرکټ بورډ نن په یوه خپره کړې اعلاميه کې د هند کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې په شل اوریزو لوبو کې د غوره لوبو کولو له امله خپله ټوله ملي لوبډله ستايلي او ټولو لوبغاړو ته يې د نغدي جايزي د ورکړي خبر ورکړی.

د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخپل کوربه توب د تيرې پنجشنبې په ورځ په دريمه شل اوریزه لوبه کې هند کرکټ لوبډلي ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه او سيريز يې 2-1 وګټلو، چې دا د ۲۰۰8م کال راهيسي لومړی ځل وو چې سرېلانکا هند ته په دوه اړخيزه سيريز کې ماتې ورکوي.

د سريلانکا کرکټ بورډ پخپله خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي ” د سرېلانکا کرکټ بورډ اجرئيه کميټه لوبغاړي، روزونکي او سپورټینګ سټاف د وروستۍ بریا لپاره ستايي او مونږ باور لرو چې دغه برياليتوب به ملي لوبډله راتلونکې کې ښه لوري ته سوق کړي”.

د سریلانکا کرکټ بورډ زياته کړې چې د اجرائیه بورډ د پريکړې له مخې به د ياد برياليتوب په پار ملي لوبډلې ته سل زره امريکايي ډالرو نغدي جايزه هم ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې سريلانکا کرکټ لوبډلې په دې وروستېو کې په بشپړه توګه خپل ثبات له لاسه ورکړی و او ناکامه روانه وه، چې د لوبډلې ياد وضعيت د سرېلانکايي مينه والو غوسه راپارولې وه او په کرکټ بورډ او لوبغاړو يې سختې نیوکې کولې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com