پاکستان ویسټ انډیز ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه /د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورو شل اوریزه لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې پکې کوربه ویسټ انډیز له ماتې سره مخ شو.

په یاده لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لومړۍ توپ وهنه وکړه چې په ټاکل شو شل اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان يی ۱۵۷ منډې ترلاسه کړې او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي ته يي په شل اورونو کي يي ١٥٨ منډې هدف ورکړه.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي محمد رضوان او بابر اعظم ښه توپ وهنه ترسره کړه، محمد رضوان ۴۶ منډې او بابر اعظم ۵۱ زیاتې منډې وکړې.

همدارنګه ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي يي جیسن هولډر ۴ ویکټې او ډیون براوو ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده یاد هدف په تعقیب د لوبې په ۲۰ اورونو کې يي د ۴ لوبغاړو په زیان يي ۱۵۰ منډې ترلاسه کړي او د ۷ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي کریس ګیل ۳۶ منډې او نیکولاس پوران په ۳۳ توپونو د شپږو شپږیزو او څلور څلوریزو په مټ *۶۶ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړي خو لوبډله يي بریا ته ونه رسوله.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي محمدحفیظ، شاهین شاه، حسن علي او محمد وسیم یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

همدارنګه د یادي لوبي غوره لوبغاړي محمد حفیظ وټاکل شو.

په یاد سریز کې پاکستان یو صفر مخکې شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com