خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پښتون لوبغاړي محمد رضوان په شل اوریزه فارمټ کې نړیوال ریکارډ ثبت کړ.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک ویکټ ساتونکي توپ وهونکي پښتون لوبغاړي محمد رضوان په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې نړیوال ریکارډ ثبت کړ.
پښتون لوبغاړي محمد رضوان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورو شل اوریزه سیالیو د لوبلړي په دویمه شل اوریزه لوبه کې يي ۴۶ منډې جوړې کړې چې د روان کال منډو شمېر یې ۷۵۲ ته پورته شو.
همدارنګه که څه هم ۲۰۲۱ م کال له پای ته ندی رسېدلی خو محمد رضوان په ۷۵۲ منډو جوړولو سره لومړی لوبغاړی شو چې د شل اوریزه په نړیوالو سیالیو کې د یو کال په موده کې دومره زیاتې منډې ترلاسه کوي.
محمد رضوان چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پیاوړی توپ
وهونکي دي نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ترڅنګ د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ کي د ملتان سلطانز لوبډلي په کټه ولوبیده نوموړي پاکستان سوپر لیګ کي د ملتان سلطانز لوبډلي لوبډلمشر وه چي د نوموړي په لوبډلمشري کي ملتان سلطانز لوبډلي د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ شپږم پړاو اتلولي په خپل نوم کړه، نوموړي په یو شمیر نورو سوداګریزو لیګونو کي لوبیږي.
محمد رضوان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ٤١ نړیواله شل اوریزي لوبي ترسره کړي دي چي په ٣٢ اننګزونو کي يي ١٠٦٥ منډې ترلاسه کړي، نوموړي په یادو لوبو کي يي د ٣٠ شپږیزو ترڅنګ يي ٩٦ څلوریزي هم ترلاسه کړي دي، په یادو لوبو کي اوچت سکور يي ١٠٤ دي، محمد رضوان په شل اوریزه لوبو کي یي د یوي سلیزي په کډون يي اته نیمه سلیزي يي ترلاسه کړي دي.
له محمد رضوان وروسته ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړو پاول سټرلینګ ۷۴۸ منډې کاین اوبراین ۷۲۹ منډې او هندي لوبغاړي شکر دهوان ۶۸۹ منډې د یو کال په موده کې ترلاسه کړي.
محمد رضوان له هم د ویسټ انډیز خلاف دوه شل اوریزه، د نیوزیلینډ خلاف درې شل اوریزه او ورپسې شل اوریزه نړیوال جام په وړاندې لري چې ممکن د خپلو منډو شمېر تر ۱۰۰۰ هم وړوي.