شاهد افریدي: خواشیني یو چي هند یو ځل بیا کرکټ او سیاست سره یوځای کړه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پخواني الرونډر لوبغاړي شاهد افریدي د کشمیر لیګ په اړه د هند د اقداماتو پر وړاندي يي خواشیني ښکاره کړي او ویلي دي چي د هند کرکټ بورډ یو ځل بیا کرکټ او سیاست سره یوځاي کړ.

د یادولو وړ ده چي هند کرکټ د پاکستان تر ولکي لاندي کشمیر ساحه کي د کشمیر تر نامه لاندي لیګ کي يي د بهرنیو لوبغاړو پر نه لوبیدو ټینګار کړي.

همدارنګه هند کرکټ بورډ ویلي چي د پاکستان په کيسه کې نه يو، مونږ ته هند او د هند کرکټ لوبغاړي مهم دی.

د پاکستان تر ولکی لاندي په کشمیر کي يي د کشمير غوره ليګ کې د بهرنيو لوبغاړو د ګډون او نه ګډون په اړه د هند او پاکستان د بورډونو ترمنځ ناندريو زور اخيستی.

همدارنګه تازه د هند کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ هغو خبرو ته يي غبرګون ښودلی چې ويلي يې وه، دوی به د هند کرکټ بورډ له لوري کشمير ليګ کې بهرنيو لوبغاړو ته د اخطار ورکولو په اړه غلي پاتې نه شي او بې ځوابه به یې پرینږدي.

خو د هند کرکټ بورډ يی بیا په جواب کي ويلي چې دوی د پاکستان سوپر ليګ سره کومه ستونزه نه لري خو کله چې کشمير کې د ليګ خبره کيږي نو دوی به د خپل دولت پاليسي تعقيبوي.

همدارنګه بي سي سي آی زياته کړې ده چې دا ورته مهمه نه ده چې پاکستان او بورډ يې څه وايي، بلکې دوی ته لومړيتوب خپلې ملي ګټې او خپل هيواد او همدارنګه خپل لوبغاړي کرکټ دی.

د یادو دواړو هيوادونو د کرکټ بورډونو ترمنځ وروسته له هغي د کشمير ليګ پر سره ناندريو وروسته له دې زور واخيست چې د سويلي افريقا پخواني لوبغاړي هرشل ګيبز وويل د هند بورډ ورته اخطار ورکړی چې ياد ليګ کې ګډون ونه کړي.

همدارنګه د هند کرکټ بورډ یاده خبره منلې ده چې د دوی ټولو هیوادو کرکټ بورډونو ته په غير رسمي ډول ويلي چې خپل لوبغاړي کشمير ليګ کې لوبيدو ته پرينږدي او که ولوبيدل، راتلونکې کې هند ته د کرکټ فعاليتونو لپاره نه شي تللی.

د یادولو وړ ده چې له دې ناندريو وروسته تر دې مهاله يوازې د سويلي افريقا هرشل ګيبز او د سرېلانکا تلکرتني دلشان د اګست په شپږمه پيليدونکي کشمير غوره ليګ کې د ګډون هیله ښودلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com