د هند غوره لیګ یا آی پی ایل لیګ مینوالو لپاره ښه خبر

خبریال وېبپاڼه / د هند غوره لیګ یا آی پی ایل سیالیو د لوبډلو او مینه والو لپاره ښه او غوره خبر.

یو شمیر راپورونه وايي چې د انګلیستان کرکټ ملي لوبډلي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ کیدونکې سیالي وځنډیدې.

همدارنګه اوس به انګلیستاني لوبغاړي وکولی شي په سپټمبر کې پیلیدونکي د هند غوره لیک آي پي ایل پاتې سیالیو کې د خپلو لوبډلو لپاره ولوبیږي.

مخکي د انګلیستان کرکټ بورډ ویلي وه چې لوبغاړي به یې ملي لوبو ته په تجارتي لوبو ترجیح ورکړي او د آی پي ایل پرځای به له بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي سره سیالي ولري.

له انګلیستاني لوبغاړو مخکې د نوي زیلاند کرکټ بورډ هم منلې وه چې لوبغاړي به یې د آي پي ایل پاتې لوبو کې ګډون وکړي.

بله خوا داسې هم ویل کیږي چې ممکن د هند کرکټ بورډ د انګلینډ د کرکټ د دې پریکړې په ځواب کې په هند منلې وي چې راتلونکې پړاو سل بالیز کرکټ لیګ کې یو شمیر هندي لوبغاړو ته د لوبیدو اجازه ورکړي.

د آي پي ایل دوهم پړاو چې څه موده وړاندې دکرونا له امله ځنډیلی وو راتلونکې سپټمبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي.

د ٢٠٢١ کال د هند غوره لیګ کي د لوبډلو نمري او مقامونه.

لومړي: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په لومړي مقام کي ډیلي کپیټلز لوبډله شتون لري ډیلي کپیټلز لوبډلي اته لوبي ترسره کړي چي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي.د ١٢ نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کي شتون لري.

دوهم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په دوهم مقام کي چینای سوپر کینګز لوبډله شتون لري چینای سوپر کینګز لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي پنځه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي.د ١٠ نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کي شتون لري.

دریم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په دریم مقام کي بنکلور لوبډله شتون لري بنګلور لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي پنځه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي.د ١٠نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کي شتون لري.

څلورم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په څلورم مقام کي ممبیی انډیز لوبډله شتون لري ممبیی انډیز لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي څلور لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي.د اتو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کي شتون لري.

پنځم : دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په پنځم مقام کي راجستان رایلز لوبډله شتون لري راجستان لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي.د ٦ نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کي شتون لري.

شپږم : دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په شپږم مقام کي پنجاب لوبډله شتون لري پنجاب لوبډلي اته لوبي ترسره کړي چي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي.د ٦ نمرو په درلودلو سره په شپږم مقام کي شتون لري.

اووم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په اووم مقام کي د کلکتي لوبډله شتون لري کلکتی لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي دوه لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي.د ٤ نمرو په درلودلو سره په اووم مقام کي شتون لري.

اتم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په اتم مقام کي حیدراباد لوبډله شتون لري حیدراباد لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي یوه لوبه يي کټلي او شپږ لوبي يي بایللي دي.د ٢ نمرو په درلودلو سره په وروستي یعني په اتم مقام کي شتون لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com