خبریال وېبپاڼه / د پاکستان پر وړاندي سیالیو ته افغانستان کرکټ لوبډله کې دوه نور لوبغاړي هم اضافه شو.
د یو شمیر راپورونو له مخي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لوبلړي کي د افغان کرکټ لوبډله کې دوه نور لوبغاړي هم ورزیات شوي دي، خو کرکټ بورډ یې تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
همدارنګه د یو شمیر راپورونو له مخي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې چې کوم دوه نور لوبغاړي اضافه شوي دي، هغه نور علي ځدراڼ او حضرت الله ځاځی دي، چې سریلانکا ته به د افغان لوبډلې سره یو ځای لاړ شي.
حضرت الله ځاځی له دې امله افغان کرکټ ملي لوبډلې ته انتخاب شوی دی چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ښه ځلېدلی و، حضرت اللہ ځاځي د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کي په لومړي ځل د پیشاور زلمیو لوبډلي سره ولوبیده نوموړي د پیشاور زلمو لوبډلي لپاره ښه لوبه ترسره کړه او د پیشاور زلمو لوبډله يي تر پایلوبي ورسوله، همدا راز نور علي ځدراڼ بیا د یو یو ټېسټ پاس کړی دی او له هغه وروسته له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
د پاکستان پر وړاندې د لوبغاړو یاد نوملړ اختر په څلورمه، د جمعې په ورځ اعلان شوی و، چې له اعلان وروسته یې بیا د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له خپلې دندې استعفا ورکړه او وې ویل چې هغه له دې نوملړ څخه ناخبره و.
بلخوا ځینې سرچینې دا هم وايي، چې یاده لوبډله د فرهان یوسفزي د څو کارمندانو له خوا جوړه شوې وه، خو فرهان یوسفزی چې کله د دې لوبډلې څخه خبر شوی دی، نو هغه پرې په خپله هم خوښ نه دی.
د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته تر ډېره پورې ځوان لوبغاړي اخیستل شوي دي، چې د کرکټ مینه والو پرې خوښي څرګنده کړې ده.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړنداي د سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لخوا زیات شمیر ځوان لوبغاړي ټاکل شوي.