خبریال وېبپاڼه / د شل اوریزو لوبو هغه لوبډلي چي لوبغاړو يي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کي يي زیاتې ویکټې ترلاسه کړي.
لومړي: په لومړي مقام کي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي شتون لري. د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي تېز چټک توپاچونکي میچل سټارک ترټولو لوبغاړو زیاتې ویکټې په شل اوریزه لوبو کې اخیستې، نوموړي په ٣٩ لوبو کي يي ٤٨ ویکټې ترلاسه کړي.
دوهم: په دوهم مقام کي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري، د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې راشدخان ارمان اخیستې دي، راشد خان ارمان په ٧٠ شل اوریزو لوبو کي يي ٩٠ ویکټې ترلاسه کړي.
دریم: په دریم مقام کي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله شتون لري، د بنګلهدېش کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې الراونډر لوبغاړي شکیبالحسن ترلاسه کړي نوموړي په ٨٠ لوبو کي يي ٩٦ ویکټې ترلاسه کړي.
څلورم: په څلورم مقام کي د انګلستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري، د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې کریس جورډن ترلاسه کړي، نوموړي په ٦٥ لوبو کي يي ٧٣ ویکټې ترلاسه کړي.
پنځم: په پنځم مقام کي د هندوستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري، د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې یوزیندرا چاهال ترلاسه کړي، نوموړي په ٤٩ لوبو کي يي ٦٣ ویکټې ترلاسه کړي.
دا هغه لوبډلي دي چي لوبغاړو يي په شل اوریزو نړیوالو لوبو کي يي زیاتې ویکټې ترلاسه کړي.