کم عمره غوره لوبغاړي افغان لوبغاړي هم پکي شامل دي

خبریال وېبپاڼه / د کرکټ په نړۍ کي تر ۲۵ کلنۍ کم عمره غوره لوبغاړي چي په یادو لوبغاړو کي افغان لوبغاړي راشد خان ارمان هم شتون لري.

د کرکټ په نړي کې په دې وروستیو کې په زیات شمېر کم عمره لوبغاړي ښه لوبیږي او ښې لوبې نندارې ته وړاندي کوي، چې په زیات شمېر مینوال يي هم اوس وخت کې همدا ځوانان لري، دوی تر ډېره پوري په شل اوریزه لوبو کې ښې لاسته راوړني لري او د خپلې ملې لوبډلې ترڅنګ د نړۍ په پیاوړو لیګونو کې ښه لوبه ترسره کوي.

مونږ دلته په یاده لیکنه کې هغه کم عمره کرکټ لوبغاړي درپېژنو کوم چې يي ۲۵ کلنۍ ته رسېدلي نه وي خو ځان یې په نړۍ پېژندلی وي او پیاوړي لوبې ترسره کوي،

لومړي: په لومړي مقام کي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان او چټک تېز توپ اچونکی دی،شاهین افریدي چي اوسمهال ۲۱ کلن دي خو نوموړي د پاکستان کرکټ ملې لوبډله کې یې تر نورو لوبغاړو يي ښې او غوره لوبې ترسره کړي دي شاهین افریدي هغه لوبغاړي دي چي د پاکستان کرکټ ملي سره يي په زیاتو لوبو کې یې ورسره په لږه موده کې برخه اخیستې ده شاهین افریدي تر اوسه پوري يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ۱۷ ټیسټ لوبي ۲۸ پنځوس اوریزي او همدارنګه يي ۳۰ شل اوریزه لوبې يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ترسره کړي دي، شاهین افریدي په ١٧ ټیسټ لوبو کې یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ۵۸ ویکټي ترلاسه کړي، همدارنګه يي په ۵۳ پنځوس اوریزو لوبو کي او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ۳۲ ویکټي ترلاسه کړي دي.

دوهم: په دوهم مقام کي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی توپ اچونکی راشدخان ارمان شتون لري، راشد خان د کم عمره غوره لوبغاړو په لیست کي يي دوهم ځاي کي راغلي، راشد خان چي اوسمهال ۲۲ کاله عمر لري راشد خان پیاوړی توپ اچونکی دی، چې د ملې لوبډلې ترڅنګ یې د نړۍ په هر لیګ کې برخه اخیستې ده او ښه ځلیږي، راشد خان تر اوسه پوري يي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ۵ ټیسټ لوبي يي ترسره کړي دي چي په یادو ټیسټ لوبو کي يي ٣٤ ویکټې ترلاسه کړي.

همدارنګه راشد خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ۷۴ یو ورځنیو لوبي يي هم ترسره کړي چي په ٧٤ یورځینو لوبو کي يي ١٤٠ ویکټې ترلاسه کړي.

ورسره راشد خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ۵۱ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، چې په شل اوریزو لوبو کي يي ٩٥ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دریم: په دریم مقام کي سام کرن شتون لري، سام کرن د انګلینډ د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی دي چي نوموړي اوسمهال ۲۳ کاله عمر لري او په دې لیست کې درییم ځای لري، نوموړي تر اوسه پوري په ۲۱ ټیسټ لوبو کي يي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ٤٤ ویکټې ترلاسه کړي دي، همدارنګه نوموړي په ۱۱ یو ورځنیو لوبو کي یي ١٢ ویکټې ترلاسه کړي او په ۱۶ شل اوریزه لوبو کې يي بیا د انګلینډ کرکټ لوبډلي لپاره يي ١٦ ویکټې ترلاسه کړي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com